د اسلامي امارت د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمن حقاني د شهادت په اړه د حامد کرزي د خواشینۍ پیغام

‏په ډیرې خواشینۍ مې خبر ترلاسه کړ چې د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو وزارت په انگړ کې د یوې چاودنې له امله ددغه وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني او زموږ یو شمیر نور هیوادوال شهیدان شوي.
‏انالله و اناالیه راجعون
‏الحاج خلیل الرحمن حقاني د ⁧‫#افغانستان‬⁩ د یوې درندې جهادي کورنۍ غړی و چې د پخواني شوروی اتحاد د یرغل خلاف جهاد کې یې مهم نقش درلود. په ده باندې ترسره شوی برید په کلکو‌ ټکو غندم، دده محترمې کورنۍ او د نورو شهیدانو کورنیو ته ددې غمجنې پیښې په تړاو د زړه صبر غواړم او د پیښې ټپیانو ته د لوی خدای(ج) له درباره د شفا استدعا کوم.

حامد کرزی

مربوطه مطالب

Back to top button