کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
اسرائيلو وړمه شپه په هوايي بريدونو سره د سوريې پلازمينه د مشق کې د پوځي رادار يو کنډک په نښه کړی.دا بريدونه په داسې حال کې کېږي، چې د تېرې جمعې په ورځ لسګونه زره کسان د دمشق او د ياد هېواد په نورو ښارونو او کليو کې د بشار الاسد د نسکورېدو د لمانځلو لپاره سړکونو ته راوتلي و.له دې وړاندې هم اسرائيلي جنګي الوتکو په سوريه کې له ۱۰۰ ډېر هوايي بريدونه کړي او د دمشق، درعاه، لتاکيا او حماه سيمو يو شمېر پوځي هدفونه يې په نښه کړي وو.


















