کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په “جبالیا” سیمه کې حماس ځواکونو سره په نښتو کې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۳ تنه اشغالګر پوځیان وژل شوي دي.
د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو د مقاومت اړوند “المیسرة” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې د برید د پخلي ترڅنګ ویلي، چې یاده مرګ ژوبله هغه مهال صهیونیستي ځواکونو ته واوښته، چې زغروال ټانک یې د دوی د ځواکونو کمین ته برابر شو.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیلو تر اوسه د حماس غورځنګ د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي.


















