کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د یمن دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې تېره شپه په پلازمینې صنعاء د صهیونیستي اشغالګرو هوایي بریدونو کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یمني رسنۍ خبر ورکوي، چې بریدونه د پلازمینې په هوایي ډګر او حدیده بندر ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۳۰ کسان شهیدان او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د یمن دولتي تلویزیون وایي، چې په شهیدانو کې ۱۰ یې د یمني ځواکونو سرتېري او پاتې ولسي وګړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د صهیونیستي ريژیم وحشیانه بریدونو ته په خپل لومړني غبرګون کې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې د دوښمن بزدلانه بریدونه یې عزم نشي ننګولی او د فلسطیني او لبناني ولس په ملاتړ به په صهیونیستي اهدافو بریدونو ته دوام ورکوي.
















