لوديځې رسنۍ: حماس په ډېره چټکۍ سره د غزې ډېرې سيمې بيرته ترلاسه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

حماس د غزې په ډیرو برخو کنټرول ترلاسه کړی دی او خپلې زیانمنې شوې برخې یې بیرته رغولې دي.
وایي حماس د اسرائیلي پوځ له ملاتړه برخمنې د غلو ډلې هم په تیرو څو اونیو کې سختې ځپلي دي.
وایي دیرالبلح،النصیرات او المواصي سیمو کې د حماس ولکه بیخي ناڅاپي او چټکه وه چې هغه غله یې له پښو غورځولي دي چې د مرستو کاروانونه یې لوټل.
یدعوت احرونوت ورځپاڼه وايي چې اسرائیلي استخبارات لا هم نه پوهیږي چې حماس څنګه په دومره چټکۍ بیرته وضعیت تر کنترول لاندې راوستی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button