کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې اسرائیلي اشغالګرو د سوریې د حلب ولایت اړوند په “سفیره” سیمه کې د سوریې د وسله وال پوځ اړوند ۶ اډې، د وسلو، نظامي وسایطو او الوتکو پټنځایونه په نښه کړي، چې په پایله کې یې د سوریې د دفاعي ځواکونو ۱۶ جیټ الوتکې، چورلکې او نور ډول، ډول وسلې او وسایط ویجاړ شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان سوریه کې د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د اسرائیلو بریدونه خورا زورور و او د دوی د مالوماتو له مخې پکې ۳۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
یاد سازمان دغه راز ویلي، چې یادې الوتکې او پوځي تجهیزات د پخواني ولسمشر بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته په سوریه د اسرائیلو د هوایي بریدونو له پیلېدو وروسته تحریرالشام ډلې یادو پټنځایونو ته لېږدولي و؛ خو بیا یې هم اسرائیل په هدف ګرځولو کې بریالي شول.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیل دا مهال د سوریې په ۴۵۰ کلیومتره خاوره کنترول لري، پر وړاندې یې کوم مقاومت نه لېدل کېږي؛ خو وړمه ورځ سعودي عربستان ته په د مشق د واکمنې تحریرالشام ډلې د بهرنیو چارو وزیر سفر کړی او د راپورونو له مخې له سعودي چارواکو یې غوښتي و، چې د دوی او اسرائیلو ترمنځ خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.


















