يمني ځواکونو پر اسرائیلي اهدافو د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

د يمني ځواکونو له لوري خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې د فلسطين ولس د مرستې په موخه پر اسراييلي اهدافو د توغندیو او ډرون الوتکو په مټ بریدونه کړي.
د یمن وسله‌والو ځواکونو د توغندیو ځواک د اسراییلي رژیم د اشغال لاندې یافا ختیځ کې د هغوی د برېښنا تمځای په نښه کړ. دا عملیات د “فلسطین-۲” ډوله فوق‌صوتي بالستیک توغندي په وسیله ترسره شول، چې هدف یې په دقیقه توګه وویشت.
د یمن وسله‌والو ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو ځواک د یافا په اشغال شوې سیمه کې یو مهم پوځي هدف په نښه کړ. دا عملیات د “یافا” ډوله بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله ترسره شول او په بریالیتوب سره هدف ته ورسېدل.
د يمن وسله‌وال ځواکونه د هر ډول تېري پر وړاندې بشپړه چمتووالي اعلانوي، که هغه د امریکايي، اسراییلي یا د دوی له ملاتړو لخوا ترسره شي. دوی ډاډ ورکوي چې د يمن ملي حاکمیت او مشروع حقونو دفاع ته پوره وړتیا لري.
د خبرپاڼې په پای کې يمني ځواکونو د ټولې اسلامي نړۍ څخه غوښتنه کړې، چې د اسراییلي وحشتونو پر وړاندې ودریږي او ژر تر ژره دې د هغوی د جنايتونو مخه ونيسي.

مربوطه مطالب

Back to top button