کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا هوایي ځواکونو د سوریې د “السویداء” ولایت په ختیځ کې د ترکي پلوه ملېشو په مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.
دغو سرچینو خبر ورکړی، چې ګومان کیږي الوتکې امریکایي وې او دغه بریدونه یې په کرد وسله والو د ترکیې تر مرګونو هوایي بریدونو څو ګړۍ وروسته کړې دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان خبر ورکړی، چې په یادو بریدونو کې ۱۳ ترکي پلوي وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د ريژیم تر نسکورېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې امریکایي ځواکونه په سوریه کې بریدونه کوي، تېره ورځ داسې راپورونه هم خپاره شوي و، چې د امریکایي ځواکونو سلګونه ځانګړي ځواکونه سوریې ته رسیدلي او په “عین العرب” سیمه کې دا مهال د یوې سترې اډې په جوړولو مصروف دي، دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم زرګونه امریکایي ځواکونه دغه هېواد کې مېشت دي؛ خو په دمشق واکمنې تحریرالشام ډلې په دغه هېواد کې د وروستیو نظامي تحولاتو په هکله څه نه دي ويلي.


















