کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې حماس ځواکونو سره په نښتو کې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۳ تنه صهیونیستي ترهګر پوځیان وژل شوي دي.
د حماس اړوند سرچینو دیمن دولتي تلویزیون ته ویلي، چې ځواکونو یې د “جبالیا” پنډغالي اړوند سیمه کې د یو قوماندان په ګډون ۳ اسرائیلي پوځیان وژلي دي.
یادو سرچینو دغه راز ادعا کړې، چې ځواکونو یې پر هغې ودانۍ هم برید کړی، چې ترهګر پوځیان پکې مېشت و، چې په پایله کې یې یو شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















