کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې د سوریې پلازمینې “دمشق” ته د غربي ديپلوماتانو په ګډون د نړيوالو استازي ورتګ ګړندی شوی؛ خو ورسره ځینو هېوادونو اندېښنه ښودلې، چې په دمشق کې د بېلا بېلو ډلو شتون، د یو منظم پوځي ځواک نشتوالی او ځینې نور عوامل د دی سبب شوي، چې د ډیری هېوادونو پلاوي له ورتګ څخه ډډه وکړي یا که ورځي نو ژوند یې له خطر سره مخ کېږي.
یادو اندیښنو ته په کتو په پلازمینې دمشق واکمنې “تحریرالشام” ډلې ته نږدې سرچینو ترکي رسنیو ته ویلي، چې دمشق لیوالتیا لري، چې د یو کال لپاره د دمشق د هوایي ډګر په ګډون د یو شمېر مهمو سیمو کنترول ترکي ځواکونو ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر “هاکان فیدان” سوریې ته په خپل سفر کې ابو محمد جولاني سره کتلي و او هغه مهال ترکي رسنیو خبر ورکړی و، چې ښایي ډېر ژر د دمشق او انقرې ترمنځ یو ستراتیژیک تړون لاسلیک شي.


















