کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې د غزې جګړه له ۱۴ مياشتو څخه اوږده شوې او لا يې هم د پای ته رسېدو هيلې نه ښکاري او صهيونيستي اشغالګر هم لا هيڅ هدف ته نه دي رسیدلي، د حماس د پوځي څانګې وياند له ډېر وخت ځنډ ورورسته الجزيرې تلوېزيون سره د غزې د جګړې په هکله خبرې کړي دي.
د حماس د پوځي څانګې وياند ابو عبیده ویلي دي چې د اسرائیلو د پرلهپسې بریدونو او وحشیانه وژنو د دوام له امله به د هغوی پوځیان او استعماري مېشتېدونکي درنه بيه پرې کوي. هغه ټینګار کړی چې دښمن به هیڅکله په امن کې ژوند ونه کړي ترڅو زموږ ولس د امن احساس ونه کړي.
ابو عبیده زیاته کړې چې د لویدیځې غاړې اتلان بیا ثابتوي چې دوی د “طوفان الاقصی” جګړې په زړه کې دي. هغه ویلي چې د اشغالګرو هڅې د لویدیځې غاړې د خلکو د ماتولو یا د غزې د ملاتړ څخه د هغوی د اړولو لپاره، له مخکې ناکامې ګڼل شوې دي.


















