کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې له غزې یوځل بیا په یهودي میشت ځایونو ګڼ شمېر توغندي ویشتل شوي دي.
د اسرائیلي رژیم رسنیو خبر ورکړی، چې د پرله پسې ۱۱ ورځې لپاره د غزې له تړانګې څخه د صهیونیستانو په میشت ځایونو توغندیز بریدونه روان دي.
د یادونې وړ ده، چې د تېر په څېر داځل هم حماس اسلامي غورځنګ او اسلامي جهاد ډلو د یادو بریدونو مسؤلیت منلی دی.


















