کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
د یمني حکومت پوځي څانګې انصارالله صهیونیستي ريژيم ته خبرداری ورکړی، چې غزه د خوبونو ځای نه دی او موږ به له فلسطین ولس څخه دفاع ته دوام ورکوو.
د یاد ډلې یو لوړ پوړي غړي “حسام الأسد” په یوه ویډیویي پیغام کې صهیونیستانو ته سپارښتنه کړې، که غواړئ په ارام ویده شئ باید قبرص یا هغه هېواد ته لاړ شئ چې ترې راغلي وئ.
د یادونې وړ ده، چې د انصارالله دغه لوړ پوړی مشر داسې مهال اسرائیلو ته کوتڅنډنه کوي، چې په صهیونیستي ښارونو د یمن د وسله والو ځواکونو بریدونو زور اخیستی او نږدې هره ورځ له یمن په اسرائیلو بریدونه کېږي.


















