د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په متحده عربي اماراتو کې د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره کتلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۴۰۳ل)

د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې په دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې پر امنیتي وضعیت او بشري مرستو خبرې شوې.

یاد وزارت زیاته کړې؛ دواړو لوریو ژمنه کړې، چې د چابهار بندر له لارې به سوداګرۍ ته لا وده ورکوي.

دغه راز ښاغلي مصري ډاډ ورکړی، چې له افغانانو سره د بشري مرستو سربېره به افغانستان کې د پراختیايي پروژو ملاتړ ته هم دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او هند ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې مخ په پراخېدو دي.

مربوطه مطالب

Back to top button