کابل ټکی کام (جمعه، ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې چې نن د جمعې تر لمانځه وروسته د یمن په پلازمېنه صنعا کې د فلسطین په ملاتړو لاریون کوونکو صهیونیستي اشغالګر ريژیم هوایي بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې ۳ تنه لاریونوال شهیدان او ګڼ شمېر نور ټپیان شول. یادو وحشیانه بریدونو ته په خپل لومړني غبرګون کې د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې د غزې د خلکو د دفاع لپاره د یمنیانو اراده نه ماتیدونکې ده.
نوموړي چې همدې لاریون ته یې خبرې کولې وویل:موږ لکه څنګه چې د غزې له مظلوم ولس سره د ملاتړ ژمنه کړې وه اوس هم پر خپله ژمنه ولاړ یو او تر هغې چې پر غزې د صهیونیستي ريژیم بریدونه روان وي پر صهیونیستي مېشتو سیمو او هغو بېړیو به د دوی بریدونه روان وي، چې د اشغالي فلسطین بندرونو ته د صهیونیستي ريژیم د ملاتړ لپاره روانې وي.
د یادونې وړ ده، چې یحیی سریع دغه راز ویلي، چې تېره شپه او نن سهار وختي یې په تل ابیب او ځینو نورو صهیونیستي مېشتو سیمو بریالي توغندیز بریدونه کړي دي.


















