کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د نظامي څانګې ویاند ابوعبیده ویلي، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې یې د غزې په بېلا بېلو سیمو کې ۳۰ اسرائیلي عسکر وژلي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره صهیونیستي اشغالګر پوځ په شمالي غزه کې له ماتې سره مخ او شاتګ ته اړ شوي دي.
















