سوریه کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۳ل)

د الجزیرې تلویزیوني شبکې د خبر له مخې د سوریې په شمالي “منبج” ښار کې یوه موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله ۱۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان ویلي، چې د چاودنې د قربانیانو له ډلې ۱۴ یې میرمنې دي

د یادونې وړ ده، تر دې دمه د چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی او نه یې هم حکومت په اړه څه ویلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button