کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۳)
بسم الله الرحمن الرحیم
مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (الأحزاب ۲۳)
د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین اسلامي مقاومت (حماس غورځنګ) د نظامي څانګې د مشر محمد الضیف په شمول د څو تنو نورو مشرانو او په عموم کې د فلسطیني مجاهدینو د ټولو شهیدانو د شهادت په اړه د حماس اسلامي غورځنګ له مشرتابه، د ټولو شهیدانو له کورنیو، مجاهدینو او ټول فلسطیني ملت سره خپله ژوره خواخوږي شریکوي او هغوی ته تعزیت وايي.
د اسلامي مقاومت د غورځنګ دغه مشرانو د صهیونیستي اشغال پر وړاندې د خپل نه ستړي کېدونکي مقاومت یو داسې میراث پرېښود چې د نسلونو لپاره به د عزت، زړورتیا، مقاومت، او د فلسطین د خپلواکۍ مبارزې ته د نه ماتېدونکې ژمنتیا یو مثال وي.
د تل په څېر خپل باور یو ځل بیا تکراروو، چې جهادي مبارزې په شهادت نه کمزورې کېږي، بلکې لا پیاوړي کېږي او د خپل نهايي هدف په لور لار لنډوي.
د فلسطین قضیه د همدغو د رهبري په کچه شهیدانو او د دې مبارزې د ټولو شهداوو په قربانیو یو ځل بیا په نړیواله کچه پر یوې مطرح قضیې بدله شوې او د حماس اسلامي غورځنګ د خپلو قربانیو په برکت په سیاسي او نظامي ډګرونو کې تر پخوا لا ډير قوي او غښتلی شوی دی. ان شاءالله تعالی
د افغانستان اسلامي امارت