کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی. نوموړي ویلي، چې د فلسطین اوسېدونکي له اروپا راغلي کډوال نه دي چې نورو سیمو ته دې ولیږل شي.
د نوموړي په خبره که له دې سیمې د شړلو کیسه وي لومړی باید تاسې “صهیونیستان” وشړل شئ چې نږدې ۲ دوه لکه ولس مو په ۲۰۲۰م کال کې د امریکا تابیعتونه درلودل! تر ۷ اکتوبر ۲۰۲۳م وروسته به دا شمېره څومره لوړه شوي وي؟؟ غوره به وي چې امریکا خپله کومه شاړه ځمکه او یا کوم لرې ایالت اسرائیلو ته وسپاري. هلته میشت شي ترڅو منځنی ختیځ او ټوله نړۍ د امن ساه واخلي.