حماس: غزه د فلسطین یوه نه بېلېدونکې برخه ده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۴۰۳ل)

د حماس د سیاسي دفتر غړی عزت‌ الرشق د امریکا د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې غزه تجارتي خاوره نه‌ ده؛ بلکې د فلسطین یوه نه بېلېدونکې برخه ده.

نوموړي دا خبرې د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کړي، چې ویلي یې وو، غزه به وپېري.

الرشق ټینګار کړی، چې فلسطینیان به دغه ډول طرحې ناکامې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button