کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د اسرائیلي اشغالګر ریژیم د لومړي وزیر نتنیاهو له لوري د خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو انکار او پر دې ټینګار چې فلسطینیان دې د سعودي عربستان پر خاوره دولت جوړ کړي. په کلکو ټکو غندلي او دا چاره یې ناشونې او له منل شوو حقیقتونو سره ښکاره ټکر او د سعودي عربستان د حاکمیت نقض بللی دی.
اعلامیه کې راغلي: د نتنیاهو دا ډول څرګندونې د نړۍ منل شوو نورمونو ته سپکاوی او د فلسطینیانو له مشروع حق څخه سرغړونه ده.
اسلامي امارت ټینګار کړی، چې فلسطین د فلسطینیانو خاوره ده او تر هغې چې اشغال دوام کوي او د فلسطیني ولس حقونه نقض کېږي. غزه او سیمه به نا ارامه وي چې دا وضعیت د هیچا په ګټه نه دی.
د ویلو ده، چې د صهیونیستي اشغالګر او ترهګر ریژیم لومړي وزیر نتنیاهو له امریکا څخه د راستنېدو پر مهال خبریالانو سره په خبرو کې ویلي و، چې سعودي عربستان دې فلسطینیانو ته ځمکه ورکړي، چې دولت پکې جوړ کړي.















