کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د سوریې د جمهوري دولت نوي ټاکل شوي ولسمشر احمد الشرع “ابو محمد الجولاني” له غزې د فلسطیني وګړو شړل یوه ظالمانه طرحه بللې هېچا کې دا وړتیا نشته چې فلسطینیان له خپلې خاورې وباسي.
ولسمشر احمد الشرع د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د غزې ولس د یو نیم کال لپاره کړاونه، وژنې او ویجاړۍ وزغملې او له خپلې خاورې څخه یې وتل ونه منل.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ۸۰ کلونو راهیسې په جګړه کې د فلسطینیانو درس دا دی، چې دوی له خپلې ځمکې نه جلا کېږي.
دا د ټرمپ لپاره نه اخلاقي ده او نه هم سیاسي، چې فلسطینیانو ته له خپلې سیمې د وتلو امر ورکړي.















