حماس نن درې یرغمل او اسرائیل ۳۶۹ فلسطیني بندیان خوشې کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
رویټرز خبري آژانس د حماس اسلامي غورځنګ د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې نن (شنبه) به درې اسراییلي وګړي خوشې کړي.
حماس تر دې وړاندې غزې ته د بشري مرستو د نه پرېښودو له امله اسراییل له اوربنده پر سرغړونې تورن کړي وو او زیاته کړې یې وه چې د دغو درېیو بندیانو خوشې کول به وځنډوي.
دغه درې اسراییلي وګړي د ۳۶۹ فلسطینیانو په بدل کې خوشې کیږي.



