غزه کې د بندیانو تبادله، د مقاومت نوې بڼه

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۴۰۳ل)

په غزه کې د بندیانو هره تبادله د نوو پیغامونو او ځانګړو سمبولونو سره مل وي.

نن د حمــ.اس ډلې درې اسرائیلي بندیان خوشي کړل، خو دا تبادله یې په ځانګړي ترتیب ترسره کړه. د حماس پنځه تنه سرتيري د اسرائیلي پوځ په یونیفورم کې راښکاره شول، هغه وسلې یې له ځانه سره درلودې چې د ۷م اکتوبر په برید کې یې له اسرائیلي ځواکونو نیولي وې، او د تبادلې ځای ته په هغه موټر کې راغلل چې هم په همدې برید کې یې غنیمت کړی و.

په سټیج، چې د تبادلې لپاره چمتو شوی و، دوه مهمې جملې لیکل شوې وې:
«لا هجرة الا للقُدس»
یعني “موږ له غزې یوازې هغه بیت المقدس ته ځو.” دا څرګندونه د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون و، چې ویلي یې و، غزه به خالي کیږي.

«نحن الجنود، یا قُدس فاشهدي»
یعني “ای قدسه! موږ ستا د ازادۍ عسکر یو، شاهد اوسه.” دا جمله د فلسطیني مقاومت پر دوام ټینګار کوي، چې مبارزه به د بیت المقدس تر ازادۍ روانه وي.

دا تازه تبادله، نه یوازې د بندیانو یو تبادلي پروسه وه، بلکې د مقاومت یوه بله ځانګړې ننداره وه، چې د سیاسي، نظامي، او تبلیغاتي اهدافو د پیاوړتیا لپاره ترسره شوه.

مربوطه مطالب

Back to top button