زېلینسکي ټرمپ ته: د اوکرایین په خاورې او د سرتېرو په قربانیو معامله مکوئ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې چې د اوکرایین جګړې د ختمېدو په پار د سعودي عربستان په پلازمېنه “ریاض” کې د امریکا او روسیې ترمنځ خبرې اترې د پیلېدو په حال کې دي. د اوکرایین ولسمشر “زېلینسکي” ولسمشر ټرمپ ته په خطاب کې ویلي، چې د اوکرایین په خاورې او د لسګونو زرو سرتېرو په قربانیو دې معامله نکوي.
نوموړي ویلي سخته جګړه او قرباني موږ ورکړه، خو چې د خبرو وخت راغی، اوس موږ قصداً څنډې ته وهل کېږو.وایي، موږ حق لرو چې د خپلې خاورې او قربانۍ پوښتنه وکړو.
نوموړي زیاته کړې، که اوکرایین قصداً له خبرو وویستل شي، نو دا به د اوکرایین د سرتېرو له وینو سره لوی خیانت شوی وي.



