د ملا برادر په مشرۍ ازبکستان ته تللی پلاوی کابل ته راستون شو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ کب، ۱۴۰۳ل)

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی ازبیکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په کابل نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال یاد سفر له لاسته راوړنو ډک وباله

هغه وویل چې د خپل سفر پرمهال یې د ازبیکستان له لومړي وزیر، د لومړي وزیر له مرستیال او د یوشمېر ادارو له مسوولینو سره وکتل او په دې لیدنو کتنو کې دوی ښه پرمختګونه او بحثونه درلودل چې مهم هغه یې د کرنې، برېښنا، ترانسپورټ، سوداګرۍ او د اوسپنې پټلۍ او نورو برخو کې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button