د لبنان د اسلامي مقاومت د مشر حسن نصرالله جسد خاورو ته وسپارل شو
کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ کب، ۱۴۰۳ل)
د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د حزب الله اسلامي غورځنګ د مشر “حسن نصرالله” او مرستیال مشر هاشم صفي الدین جسدونه خاورو ته سپارل شوي.
د حسن نصرالله په جنازه کې په لسګونو زرو کسانو برخه اخیستې وه او د لبنان، حزب الله، فلسطین او حماس اسلامي غورځنګ بیرغونه یې له ځان سره لېږدول.
یادو مراسمو کې د فلسطین د حماس اسلامي غورځنګ د لوړ پوړو غړو په ګډون د ایران، عراق، یمن او سوریې څخه د صهیونیستي ضد ډلو مشرانو هم برخه اخیستې وه
د یادونې وړ ده، چې د لبنان د اسلامي مقاومتي غورځنګ مشر حسن نصرالله په ۱۹۵۹م کال کې زيږدلی و او د تېر ۲۰۲۴م کال د نومبر میاشتې په لومړیو کې په پلازمېنه بیروت د صهیونیستي ترهګر ريژیم په یو هوایي برید کې ووژل شو.



