حماس :د بنديانو خوشې کولو کې ځنډ د اوربند له تړونه سرغړونه ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ کب، ۱۴۰۳ل)
د حماس جهادي غورځنګ د نتانياهو وروستۍ پرېکړې ته په غبرګون ،چې د فلسطيني بنديانو خوشې کول يې ځنډولي ويلي، دا د اوربند د تړون د ګډوډولو هڅه او ښکاره سرغړونه ده.الجزيرې ټلويزيون د نتانياهو د همدې پرېکړې په تړاو د حماس جهادي غورځنګ اعلاميه رااخيستې ،چې پکې راغلي، نېواکګر اسرائيليان د فلسطيني بنديانو د خوشې کېدو ځنډول د اوربند له شوي تړون څخه تېښته او دا يې قصدي هڅه ده.د حماس له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، هغه ادعاوې چې ګواکې حماس د بنديانو د تبادلې په وخت اسرائيلو ته سپکاوي کوي ناسمې او له حقيقته لرې دی.حماس ويلي، چې د دوی دا او دې ته ورته نورې ناسمې ادعاوې د تړون له ژمنو څخه د تېښتې لپاره کمزورې پلمې دي.ماس په منځګړو او نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې په اشغالګرو فشار راوړي ،چې د شوې هوکړې له مخې له ځنډ او خنډ پرته فلسطيني بنديان خوشې کړي.دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې د شوي اوربند د لومړي پړاو په اوږدو کې د بنديانو د اوومې تبادلې په موخه حماس د اسرائيلو ۶ بنديان سره صليب ته وسپارل، خو د نتانياهو دفتر د همدغو شپږو بنديانو د تبادلې په صورت کې د شاوخوا ۶۰۰ بنديانو خوشې کول د يو شمېر ناسمو ادعاوو له امله تر نامعلوم وخت پورې و ځنډول.

مربوطه مطالب

Back to top button