اسرائیلو د لبنان په پلازمینه بیروت هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ کب، ۱۴۰۳ل)
لبناني رسنیو خبر ورکړی، چې د صهیونیستي ريژیم جنګي الوتکو په پلازمینې بیروت هوایي بریدونه کړي دي.
د لبنان دولتي تلویزیون وایي، چې دا بریدونه داسې مهال شوي چې د حزب الله غورځنګ د پخواني مشر حسن نصرالله د جنازې مراسمو ته زرګونه کسان راټول شوي وو.
که څه هم په یادو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویل شوي؛ خو د لبنان حکومت او حزب الله غورځنګ یې د غندنې تر څنګ د اوربند له هوکړې سرغړونه بللې ده.



