کابل ټکی کام جمعه مبارک فرید احمد
د لوګر والي محمد حلیم فدایي په خروار ولسوالۍ کې د یاد کار څخه خوښي ښودلې ده او ویلي یې دي چې پدې کار سره مونږ کولای شو د پرمختګ زمینه مساعده کړو.
فدایي د خروار ولسوالۍ له ولسوال سره په تلفون خبرې کړي دي او یو بل ته یې مبارکي ویلې ده.
ویل کیږي د سلام مخابرتي شرکت په ولسوالۍ کې د لمړي ځل لپاره څه دپاسه پنځه کیلومتره ساحه تر خپل پوښښ لاندې راوستې ده او ډېره ژر به خپله د پوښښ ساحه لا پراخه کړي. پدې پروژه تراوسه 6.8 میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.
د سیمې خلکو هم له سلام مخابراتي شرکت او د مخابراتو له وزارت څخه مننه کړې او غوښتنه یې کړې چې په برخه کې دې لا زیات خدمتونه وړاندې کړي.
















