کابل ټکی کام ۱۴کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
وروسته له هغې چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د هند پر قونسلګرۍ یو سرتېری برید ترسره شو، چې په پایله کې یې ۱ پولیس او ۱ عام وګړی ووژل شو، او ۱۹ تنه نور ټپيان شول، دا مهال د هند هېواد ویلي دي، چې د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره به مرسته کوي.
د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دي، چې نن په افغانستان کې د هند سفیر د ننګرهار ولایت له والي سره وکتل، او د یادې پرېکړې یادونه یې ورته وکړه.
د یادولو ده، دغه پېښه چې د چهارشنبې په ورځ را منځته شوه، کومې وسله والې ډلې یې پړه په غاړه وانخیسته.
















