د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي خپل ارجنټایني سیال ته ماتې ورکړه

کابل تکی کام (يکشنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې، د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي نصرت حق‌پرست خپل ارجنټایني سیال «استبان ریبویچ» ته ماتې ورکړه.

حق‌پرست او ارجنټایني سیال ترمنځ لوبه د شپې غوره لوبه وټاکل شوه، چې ترڅ کې يې حق‌پرست د نمرو په توپیر سره د دریو پړاوونو وروسته ګټونکی اعلان شو او د یواف‌سي قانون له مخې دواړو د غوره سیالۍ ترسره کولو له امله ۵۰ زره امریکایي ډالر ترلاسه کړل.

د شپې د غوره سیالۍ جایزه هغو لوبغاړو ته ورکول کیږي چې دواړه یې په زړه پورې او سخته لوبه کړې وي.

د يادونې ده چې په ټولیز ډول نصرت حق پرست تر دې دمه له UFC څخه ۲۰۰ زره ډالر نغدي جایزې ترلاسه کړې ده.

حق پرست تر دې دمه ټولې ۱۸ سيالۍ ګټلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button