مهاجر فراهي: رسنيو کې سیاسي خپرونې به ډېر ژر په نوې بڼه بیا پیل شي، د ټولیزو رسنیو قانون جوړ شوی

کابل تکی کام (شنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۳ل)

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وايي، په رسنيو کې سیاسي خپرونې د لنډ مهال لپاره د ځينو وزارتونو او د خلکو د غوښتونو له مخې بندې شوې وې زياتوي او ډېر ژر به په نوې بڼه بیا پیل شي.
ښاغلي فراهي دغه څرګندونې د شمشاد ټلویزیون سره په يوه مرکه کړي او زياته کړې ده: «د ځینو وزارتونو د شکایتونو او غوښتنو پر اساس باندې چې د دوی لویو پروژو ته لکه څرنګه چې په کار ده، په رسنیو کې انعکاس نه ورکول کېږي. اړینه ده چې د هرې ادارې او شخص نوم واخیستل شي، خو ما یې بېلګې تاسو ته وړاندې کړلې. دا موضوع حل ده او ډېر ژر به په نوې بڼه له سره پيل شي.»
دغه راز نوموړي ويلي، چې ډ ټولیزو رسنیو قانون یوه جدي اړتیا ده په خبره يې دغه قانون جوړ، د بیا کتنې او بدلونونو وروسته د توشېح لپاره د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوی دی.
همدارنګه فراهي وايي، په هېواد کې د رسنیو پر فعالیتونو هېڅ ډول بندیز نه دی لګول شوی او اطلاعاتو ته لاسرسی د هر افغان وګړي حق دی او هغه خبريالان چې د کومو امنیتي ارګانونو له لوري توقيف شوی، د هغوی د رسنيز فعاليت له امله نه بلکې د هغوی د شخصي تورونو او جرايمو ترسره کولو له امله نیول شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button