‏د بغلان د بورې فابریکه تر کلونو ځنډ وروسته بیا فعاله او تولید یې پیل کړ

کابل تکی کام (چهار شنبه، ۱۵ کب، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې، د بغلان د قند يا بورې فابریکې له څو کلونو ځنډ وروسته یو ځل بیا فعاله او په تولید يې پيل وکړ.

د يادې فابریکې د پرانېستلو په مراسمو کې د بغلان والي وویل، دا فابریکه له کلونو راهیسې بنده وه، خو د بیا رغونې چارې یې یو کال وړاندې بشپړې شوې او نن یې رسماً فعالیت پیل کړ.

نوموړي وويل، ياده فابريکه ملي شتمني ده او په بيا فعاليدو سره يې د هېواد اقتصاد پياوړی او ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر شول.

د دغې فابریکې اجرائیوي مسوول، ډاکټر نجیب الله دوراندیش وایي، چې اوس دا فابریکه کولی شي په ۲۴ ساعتونو کې له ۷۰۰ څخه تر ۸۰۰ ټنو پورې بوره تولید کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button