تحریک طالبان پاکستان د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو پرضد د”الخندق” په نوم پسرلني عملیاتو اعلان وکړ

کابل تکی کام (شنبه، ۲۵ کب، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې، د تحريک طالبان پاکستان يا (ټي ټي پي) د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو پرضد د”الخندق” په نوم د پسرلنيو عملیاتو د پېل کولو اعلان وکړ.

د پاکستان د طالبانو تحريک په ټولنيزو رسنيو په خپره کړې اعلامیه ویلي، چې د “الخندق عملیاتو” لپاره یې په مرکزي او سیمه‌ییزه کچه ځانګړي ګروپونه جوړ کړي، چې د چريکي جګړې او عصري وسلو کارونې په مهارتونو سمبال دي.

په اعلاميه کې راغلي، چې د دوي جنګيالي د پسرلنيو عملياتو لپاره د جګړې ډګر ته تللې او د پاکستاني امنیتي ادارو، د هغوی همکارانو، اډو، قرارګاوو او پوستو پر ضد به هدفي بریدونه، ګوریلا حملې، سرتيري بریدونه، سنایپر بریدونه او د لیزري وسلو بريدونه ترسره کوي.

تحریک طالبان پاکستان له تېرو دوو لسیزو راهیسې د پاکستان حکومت پر ضد جګړه پر مخ وړي، او موخه یې په دغه هېواد کې د شرعي نظام نافذول دي.

مربوطه مطالب

Back to top button