لیکوال: محمد “خبیب
له هر څه دمخه موږ ته اول دا پوښتنه مخې ته راځي چې په دې عصر کې مسلمانان ولې دومره په شا تللي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې دومره ویلی شو چې که څه هم مسلمانانو په تېر تاریخ کې اسلام ته ډېر خدمتونه کړی وو، په ټوله نړی کې مسلمانان پرمخ تللی خلک وو، د مسلمانانو نظام د عدالت او ورورولۍ نظام و او ډېری علوم له مسلمانانو سره ول؛ خو په اروپا او همداسې نورو کفري هیوادونو کې د عدالت د نظام څرک هم نه ښکارېده دا خو لاڅه چې هلته د انسانیت په نامه هم څه نه پېژندل کېده.
کله چې اروپایان دمشق او نورو اسلامي ښارونو ته لاړل، هلته یې له مسلمانانو څخه مختلف علوم زده کړل بېرته یې د همدغه علومو پر اساس د مسلمانانو پر ضد مختلفې جګړې پیل کړې؛ خو بیا هم اروپایان په دې ونۀ تواندل چې مسلمانانو ته ماته ورکړي.
اروپا کې د «سنټ لوېس» په نامه یو کس له ډېر غور او فکر نه وروسته دې نتيجې ته ورسېد چې د مسلمانانو د قوت سرچینه په مادیاتو کې نه! بلکې د دوی په دین، عقیده او معنویاتو کې ده او تر څو چې د دوی دا سرچینه تازه وي نو دوی به برلاسي وي، کله چې لوېس فرانسې ته ستون شو هلته د فرانسې ټول سیاسي، مذهبي، پوځي مشران او مخور خلک یې راټول کړل، هغوی ته یې د جګړې د نوعیت بدلولو توصیه وکړه او هغوی یې دېته اړ کړل چې پوځي جګړه په فکري جګړې سره بدله کړي.
نوموړي له مرګه دمخه خپلو پلویانو ته د مسلمانانو پر ضد د پنځو خبرو وصیت وکړ (هغه وصیت نامه یې اوس هم د پاریس په موزیم کې خوندي ده) چې تاسو سره وصیتونه له لنډې تبصرې سره مل شریکوو:
1. *د مسلمانانو د واکمنانو ترمنځ اختلافاتو او جګړو ته وده ورکول.*
دا هغه مهم او اساسي ټکی ده چې کله هم په یوې ډلې کې د مشرانو تر منځ اختلافات پیداشي نو د هغې ډلې له منځه تلل او پر هغې زورور کېدل څه سخت کار ندی، په دې اړه که موږ د مسلمانانو د نظامونو تېر تاریخ ته هم وګورو نو د مسلمانانو د نظام د ړنکېدلو یوازنی لامل هم همدا و؛ خو اوس همدا خبره زموږ اسلامي نظام ته متوجې ده خدای مکړه که زموږ مشران هم د همدې خبرې ښکار شول نو لرې نده چې دا اسلامي نظام به له لاسه ورکړو.
2. *په مسمانانو کې د پخې عقیدې او قوي ایمان لرونکو خلکو ډله مه پرېږدئ.*
هو! دا معلومه خبر ده، کله هم چې د یوه ټولي مشر له منځه ولاړ شي نو خامخا د کشرانو ترمنځ اختلافات پیدا کيږي او همدا بیا د ټولي د لمنځه تګ لامل ګرځي.
3. *اسلامي ټولنه د فحاشۍ، بد اخلاقۍ، او مالي فساد له لارې کمزورې کړئ.*
یو ورځ مې د استاد داد محمد ناوک خبرې اورېدلې هغه ویل: یو وخت موږ داسې نه وو زموږ ښځې د عزت په جامه کې وې کله به هم چې د دوو کلیو تر منځ جنجال رامنځته شو یوه ښځه به راووته او خپل پلو به یې ونیوه بیا به چې هر څومره جذباتي او له سره تېر ځوان و، چې دا ښځه به یې ولیده څه به یې نه ویل؛ ځکه چې وای ښځه بېرون راوتې، خو اوس زموږ ټولنه کې یوه د دوو رپو د سر وېنځلو شامبو هم د ښځې په انځور پلورل کيږی. زموږ ځوانانو د بد اخلاقو په نامه څه نه پېژندل خو اوس کله هم چې موټر ته کومه سوارلۍ راوخېژي نو نه سلام وي نه کلام وي بس همداسې چوپ کيني وای ځکه چې نورو ته بیا مزاحمت کيږي، سلام او مزاحمت!!!.
هو! دا هماغه د لوېس نظریه وه او بیا د کفارو په دې نظریې د عمل کولو زیار او کوښښ و چې اوس اسلامي ټولنه تر دې حده رارسېدلې.
4. *د مسلمانانو تعلیمي او تربیتي نصابونه تغیر کړئ او د دوی په زړونو کې د قرآن او اسلام پرځای د مادیاتو مینې ته وده ورکړئ.*
نصاب د انسان د ژوند یو ډېر مهم اړخ دی. نصاب انسان ته د ژوند تګلاره ور په ګوته کوي، کله هم چې غواړئ چې یوه ټولنه د خپل فکر او عقیدې مطابق وروزئ نو د هغې ټولنې تعلیم کې د خپل فکر او عقیدې نصاب ځای پر ځای کړئ نو د وخت په تېرېدو سره به هغه تولنه ستاسو پر خوا شي بیا به هغه هم ستاسو فکر خپرولو ته کار کوي، زموږ ټولنه کې ولې ډېری خلک کفري هیوادونو ته کوښښ کوي؟
ولې اسلامي ټولنو سره یې مینه نشته؟
کله هم چې کوم ځوان کور ته راشي بس مبایل را واخلي او په عبثیاتو بوخت شي، ولې د مبایل پر ځای قرآنکریم نه راخلي؟
مور او پلار یې لا په یاد هم نه وي، زموږ د اوسنۍ ټولنې ماشومان له مبایل سره چې څومره مینه لري ولې له اسلام سره دومره مینه نلري؟
پخوا به ماشومانو د جهاد له اسبابو سره لوبې کولې؛ خو اوس هر ماشوم وګورې د هر رقم کاټون نوم به یې زده وي، د کاټون د نوم پر ځای یې ولې د کوم اسلامي سرتيري/سپه سالار نوم نه وي زده؟
هو! د دې ټولو ځواب کې دا ویلی شو چې: کله هم امریکایانو پر افغانستان یرغل وکړ نو لومړی یې د ښونيزو مراکزو نصابونه بدل کړل همدا وه چې د شلو کلو په اوږدو کې یې د نصاب له لارې د افغانانو په عقیدو او افکارو کار وکړ او د اسلام پر خلاف یې ورزل.
5. *له غزې څخه تر انطاکیې (اسرائیل، فلسطین او شام) پورې یوه پراخه اوروپایي واکمني رامنځته کړئ.*
تر دې وروسته د غرب سیاسي او پوځي چارواکي د لوېس له لارښونې سره سم د مسلمانانو پر ضد د پوځي جګړې تر څنګ فکري جګړه هم پیل کړه او د دې جګړې لپاره یې د غرب په پوهنتونونو او ښونیز مراکزو کې د اسلام، اسلامي فکر او اسلامي تمدن د زدکړې مراکز جوړ کړل، همدا وه چې اوروپایانو فکري جګړه له همدې ځایه په مختلفو نومونو پیل کړه د بېلګې په ډول: د استعمار، استشراق، تنصیر، تغریب او نړیوال توب په نامه جګړه پیل کړه، ظاهر کې به یې ولس ته ځان خواخوږی ښوده خو په باطن کې به سخته جګړه کوله، اروپایانو وکولای شوی چې له دې لارې مسلمانانو ته ماته ورکړي او تر اوسه هم ښه په زور دا جګړه دوام لري او اکثره مسمانان د همدې فکرونو تر اغېزې لاندې راغلي او خپل دین یې هېر کړی.
د واحد او پر مختللي اسلامي امت په هیله.
















