ننګرهار کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې د دوو پروژو چارې پیل شوې

کابل تکی کام (شنبه، ۲۵ کب، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې، د ننګرهار ولایت د ښاروالۍ او کرنې ریاستونو له لوري د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې د دوو پروژو چارې پیل شوې.

د ‎ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې د دغه رياست تر چتر لاندې د «يو اِن ډي پي» په ۳.۶ ميليونه افغانيو مالي لګښت په بهسودو او کامې ولسواليو کې کرنيزو ځمکو ته د اوبو رسولو په موخه د اتو شبکو د جوړولو چارې پيل شوې.

‏د کرنې رئيس مولوي محمد ولي محسن وايي، چې هره شبکه د پنځه ديرش زره لېتره اوبو ظرفيت لري، چې د لمريزې برښنا پرمټ به دوه سوه جريبه هغو ځمکو ته اوبه ورسوي چې د کانال له سطحې په لوړه ارتفاع کې پرتې دي.

نوموړی وايي، چې په دې پروژه کې د يادو ولسواليو ۱۵۰ اوسيدونکو ته د کار زمينه برابره شوې، چې په بشپړېدو سره به يې د اوبو مديريت، د بزګرانو اقتصادي پياوړتيا او د خوړو خونديتوب رامنځته شي.

په يو بل خبر کې ويل شوي چې د دغه ولايت د مرکز جلال اباد ښار اړوند د پنځمې او اوومې ناحيو ترمنځ د ښاروالۍ په ۷.۵ ميليونه افغانيو مالي لګښت د ۸۰ مترو په اوږدوالي او ۸ متره پراخوالي د يو واش په کانکريټي ډوله بيارغونه بشپړه شوه.

‏د جلال اباد ښاروالۍ د ساختمان آمر انجينرشوکت شاکر وايي، چې دا واش سيلابونو تخريب کړی وو، چې د موټرونو تګ راتګ يې ستونزمن کړی وو اوس به په دې ساحه کې تګ رتګ په عادي ډول تر سره کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button