د هرات په دوه ولسواليو کې ۹ درملتونونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

کابل تکی کام (شنبه، ۲۵ کب، ۱۴۰۳ل)

‏د روغتيا وزارت وايي، چې د دغه وزارت نظارتي ډلې هرات ولايت کې له ۲۱ درملتونونو څخه نظارت ترسره کړی چې په ترڅ کې يې ۹ درملتونونه د روغتيايي قوانينو څخه په سرغړونې تورن شوي دي.

د روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات د عامې روغتیا ریاست د نظارتي ټیم له لوري په پښتون زرغون او اوبه ولسوالیو کې له ۲۱ درملتونونو څخه ترسره شوي زياتوي چې په ترڅ کې یې ۹ درملتونونه د روغتیايي قوانینو څخه سرغړونې له امله تړل شوي دي.

د ياد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې ۴۱ قلمه له نېټې تېر، بې کیفیته او غیر مجاز درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه اړوند ځای ته ولېږدول شول.

د يادونې ده، چې د روغتيا وزارت نظارتي ټيمونه وخت ناوخت د هېواد په بېلابيلو ولايتونو کې په ښارونو او ولسوالیو کې له درملتونونو څخه نظارتونه ترسره کوي چې د روغتيايي قوانينو څخه سر غړونکي درملتونونه بندوي او بې کيفيته او بې نيټې درمل له ټولولو وروسته سوځوي.

مربوطه مطالب

Back to top button