کابل ټکی کام ۱۵کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
پرېس ټي وي وېبپاڼې خبر ور کړی دی، چې د اسرائیلو په عتصیون نومي بند کې ۴۶ فلسطیني بندیانو د بدو شرایطو په غبرګون کې د نه خوړلو اعتصاب کړی دی.
یادې وېبپاڼې د بندیانو د چارو د کمېټې په حواله خبر ور کړی دی، چې د نیواکي قدس په سویل کې د اسرائیلو عتصیون نومي بند کې له تېرې پنجشنبې ورځې څخه یادو فلسطینیانو د غیر انساني کړنو په اعتراض کې د نه خوړلو اعتصاب کړی دی.
یادې کمېټې همدا راز ویلي دي، چې اسرائیلي چارواکي په تداوم سره بندیان وهي، او د هغوی سپکاوی کوي.
خبرونه وایي، چې د خوړو د خرابوالی، د جیل د چاپېریال د چټلوالي، د نا مناسب طبي خدماتو او حمام ته د نه پرېښودو له کبله د بندیانو غوسې را ولاړې شوي دي، چې د نه خوړو اعتصاب یې کړی دی.
د یادولو ده، چې د اسرائیلو په جېلونو کې دا مهال شاوخوا شپږ نیم زره فلسطینیان بندیان دي، چې د کره مالوماتو له مخې په دغو بندیانو کې سلګونه تنه د اداري قید په توګه بندیان دي.


















