شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ادب ادبي ليکنې

زړه سوانده زرګر

fateh1 نشرونکی: fateh1
مارچ 5, 2016
کټګوریانې: ادبي ليکنې, شعرونه
0
7
ځلې شریک شوی
91
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

غزل/ انس حقاني 

بيا به لمبې بلې وي که غږ د الجهاد وشو/ خيرخوا 

د عبیده پلار ته!

سمیع الدین « افغانی »

 په کوم کار کې چې اخلاص اوصداقت شته
 هغه کار کې د خدای فضل او حکمت شته

 چې په پوهه او تدبیر د بل خیر خواه شي
 په پاک نیت باندې حاصل د رب رضا شي
*********
په کوم ځای کې وه دوه ورونه زرګران
 خپل ماحول کې مشهور وه با ایمان

 په خصلت کې یې تقوا وه ورورګلوي وه
 په هر کار کــې به د دواړو همغږي وه

 مده پس د زرګر مشر ورور وفــات شو
 مسولیت د کور یې زوی ته په میرات شو

 زوی د پلار په مرګ کې ډیر شو پریشان
 مراسم یې د پلار تیر کـړل پــه ښه شان

 د پلار مرګ نه یې لا نه وه مده تیره
 لاس یې بند شو، شو محتاج له حده ډیره

 زوی خپل مور ته د محتاج حالت بیان کړ
 د روزګار ټــول مشکلات یې ور عیان کړ

 مور یې پوه وه د خپل زوی لدې حالت
 ورتــه وویــل د زړه راز هــغه ســات

 زوی ته یې وویــل هغه دم هغه زمان
 پــروا مکــوه لوی خــدای دی مهربان

 زمــا ښکلې ښه د زرو غــاړکــۍ ده
 قیمتي ده بــا ارزشه پخــوانــۍ ده

 لاړ شه ویسه غــاړکۍ زرګر اکا ته
 په پیسو یې هر څه راوړه نن بیګا ته

 زوی یې ویوړه غاړکۍ د تره دوکان ته
 ویل: چې نه لرو توان مونږ نور ګذران ته

 مور مې راکړ خپل امیل وخرڅیدو ته
 چې پري وکړو ګذاره څو ورځو شپو ته

 تره چې ولیده امیل ډیر په سودا شو
 خپل وراره ته په همدې ژبه ګویا شو

 ویل :چې ویسه غاړکۍ بازار ناسم دی
 طــلا دیــره راولیدلې قیمت کــم دی

 چې بیا کله زر قیمت شول بیا یې پلورو
 اوس یې بیرته کور ته ویسه بیا به ګورو

 تره یو څو پیسې د جیب ځینې بهر کړې
 کور سودا لپاره یې خپل وراره ته ور کړې

 ورته وویل : ته په کار کې مقرر شوې
 له سبا نــه تــه زمــا سره نــوکر شوې

 راشه زده کــړه کار اوزیــار د زرګري
 مناسب دې شــوه تنــخواه د نــوکري

 په تنخوا به ګذاره د ستا د کور شي
 شې بلدبه پدې کار خلاص به دې پورشي

 هلک لاړه کــورپه لور هغه زمان
 حقیقت یې و خپل مور ته کړه بیان

 مورېې ډیره شوه خوشاله د لیوره نه
 د پیسو د زوی دکار، زحمت هر څه نه

 هر سهار به یې زوی کار ته ورلیږلو
 دې مسلک ته یې خپل زوی تل هڅولو

 ډیر وختونه یې په زوی باندې شول تیر
 ښه زرګــر شو مسلکی لــه حــده ډیر

 پدې کار کې ډير مشهوره او نام دارشو
 د زرګر اکا ریښتینی مدد ګار شو

 چې اکا یې باوري وراره په کار شو
 یوه ورځ ور ته پداسې شان ګفتار شو

 د طلا قیمت لوړ شوی بازار ښه دی
 چې پخوا هسې ارزان وه هسې نه دی

 لاړ شه کورته اوس د زرو امیل راوړه
 د وریندار هغه خوښ شوي اکلیل راوړه

 چې یې خرڅ کړوهمدا اوس یې ښه موقعه ده
 ښه فرصت دی د خــرڅــلاو همدا شیبه ده

 هلک لاړه د خپل کور په لور روان شو
 د خپل مور نــه د هغې امیل پــرسان شو

 مــورې راوړه غــاړ کــۍ هغه زمان
 چې قیمت یې کړي معلوم په هغه ان

 زوی چــې ولیده امیل پــه ډير دقت
 ور معلوم شو چــې هیڅ نــلري قیمت

 غاړکــۍ د زرو نه وه جــوړ نقلي وه
 د مور ، زوی ورته بې ځایه خوشالې وه

 هغه دم شولو روان د تــره دوکان ته
 غاړکـۍ اصلیت یې وویل اکا ګران ته

 اکا وویل: زه پرې پوه وم له پخوانه
 دغه راز مې وه ساتلي پټ له تا نه

 هغه ورځ چې تا امیل راوړلو ماته
 زه پر پوه شوم حال مې ونه وویل تاته

 په دې فکرچې خدای مکړه ته خفه شې
 تنګدستي کــې به زمـا نه ازرده شې

 درنه جوړ مــې کــړ ماهر د خپل د کار
 اصلیت درتــه معلوم شو ددې هــار

 په تدبیر مې مسولیت د خپل پوره کړ
 پلارنی کسب او کمال مې درته زده کړه

 مطمین شوم اوس ستا پوهې دکماله
 شوم فارغ د ورور د فرض اود ملاله
شعرونه

مخکینې مطلب

د اسرائیلو عتصیون نومي بند کې ۴۶ فلسطیني اسیرانو د نه خوړلو اعتصاب کړی دی

بل مطلب

کابل کې د کورنیو چارو وزارت یو کارمند ووژل شو

ځانګړي مطالب

ادب

غزل/ انس حقاني 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 8, 2026
ادب

بيا به لمبې بلې وي که غږ د الجهاد وشو/ خيرخوا 

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ادب

د عبیده پلار ته!

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 29, 2025
ادب

د شهيد کور سره کراره ځمه، غلی ځمه

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 5, 2025
ادبي ليکنې

مجلس کې دې جانانه، ځان پردی احساسوم

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 7, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com