ترکيه د سوريې ځواکونو ته پرمختللې وسلې ورکوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۳ل)
ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد د سوریې د نوي جمهوري دولت پوځ ته پرمختللې وسلې او جنګي الوتکې، د هوایي دفاع سیستمونه او زغروال ټانکونه ورکوي.
یادو رسنیو دغه راز خبر ورکړی، چې انقره به ډېر ژر خپل یو چګپوړی پوځي جنرال دمشق ته ولېږي او د سوریې د دفاع وزارت د جګړې د سلاکار په توګه به وټاکل شي.
د ویلو ده، چې دغه هوکړه د ګډو دفاعي تړونونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورور ګلوۍ د اړېکو پر بنسټ شوې ده.



