غزه کې اوربند مات؛ د صهیونیستي ريژیم هوایي بریدونو کې ۲۳۷ تنه شهیدان او سلګونه نور ټپیان شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ کب، ۱۴۰۳ل)

د الجزیرې نړیوال تلویزیون د خبر له مخې صهیونیستي اشغالګرو له تېرې شپې راهیسې د غزې تړانګې په بېلا بېلو سیمو پراخ او وحشیانه هوایي بریدونه پیل کړي، چې ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
الجزیرې د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو په حواله ویلي: د صهیونیستي ريژیم په وروستیو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳۷ تنه شهیدان او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده، چې صهیونیستي ترهګر ريژیم داسې مهال دا بریدونه ترسره کړي، چې غزه کې د اوربند د دویم تړاو په هکله خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدلې.

مربوطه مطالب

Back to top button