د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت یو وار بیا د یوه کال لپاره تمدید کړ

کابل تکی کام (دوشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن (دوشنبه، د حوت ۲۷مه) په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید کړ.
د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو د یوناما د ماموریت د تمدید پرېکړهلیک ته مثبته رایه ورکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ویلي وو چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت اغېزناک نه و او دغه بنسټ تل هڅه کړې څو د افغانستان په اړه منفي راپورونه وړاندې کړي.



