ننګرهار-مهمندره: تورخم کې ځينې دولتي ادارې او سوداګریز فعالیتونه نوي جوړيدونکي ښارګوټي ته رالېږدول کېږي

کابل تکی کام (سه شنبه، ۲۸ کب، ۱۴۰۳ل)
د ریاست الوزراء د حکم له مخې د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې د نوې ښارګوټي چارې پیلیږي.
د مسوولینو په وینا، په تورخم کې به یوازې هغه دولتي ادارې پاتې شي چې د فرضي کرښې چوپړونو لپاره اړینې دي؛ خو نورې دولتي ادارې او سوداګریز فعالیتونه به نوي ښارګوټي ته راولېږدول شي.
د ننګرهار ولايت مقام څخه په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د ا.ا.ا ریاست الوزراء د حکم له مخې، د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني د مالیې، کرنې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو له استازو سره د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ ډکې سیمې ته سفر کړی او په سيمه کې يې د نوي ښارګوټي د جوړيدو ساحې ارزونه کړې ده.
د ننګرهار والي وايي، دا به په سیمه کې د اقتصادي ودې، ښاري تنظیم، د سوداګرو د ستونزو حل او د دولتي خدماتو چټکتیا ته نوې لاره هواره کړي.
چارواکي وايي، چې دا ښارګوټی به د ننګرهار د خلکو لپاره یو عصري، تجارتي او ښاري مرکز وګرځي، چې له یوې خوا به اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي او له بلې خوا به ښاري نظم ته وده ورکړي.



