افغانستان کې د یوناما د ماموریت غزیدلو وروسته؛ اسلامي امارت ترې څه غوښتنې لري؟

کابل تکی کام (سه شنبه، ۲۸ کب، ۱۴۰۳ل)
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرون (دوشنبه، د حوت ۲۷مه) په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید کړ او نن بيا د افغانستان اسلامي امارت وياند ښاغلي ذبيح اللّٰه مجاهد په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غزیدو په اړه په غبرګون کې له هغوی غوښتي چې یوناما دې خپل استازولي په ښه ډول ترسره کړي.
ښاغلي مجاهد په خپل رسمي (اکس) اکاونټ له یوناما څخه غوښتنه کړې وايي، دغه استازولۍ باید د افغانستان او ملګرو ملتونو او د نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پياوړتیا، په افغانستان کې د امنیتي، اقتصادي او اجتماعي پرمختګونو په سم انعکاس او د افغانستان د خلکو د نړیوالو حقوقو د ترلاسه کولو، د بې ځایه تحریمونو لرې کولو، د پيسو د غصب د پای ته رسولو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان کورسۍ بیرته افغانانوته په سپارلو تمرکز وکړې او همدې مهمو اهدافوته کار وکړی.
ښاغلي مجاهد زياته کړې، دوی باید د تیر په څیر بې ځایه تشویشونه وانچوي، له یو یا دو مسئلو څخه په سوء استفاده د افغانستان په وړاندې پروپاګند ونه کړي او د مغرضو کړیو لپاره د لاس آله نشي.



