ماليې وزارت: د معاشونو د نورم د تغير په تړاو خپاره شوي لیستونه او اوازې ناسمې دي

کابل تکی کام (سه شنبه، ۲۸ کب، ۱۴۰۳ل)

‏د افغانستان د ماليې وزارت د معاشونو د نورم او اجراء په تړاو په يوه خبرتیا کې د معاشونو د نورمونو د بدلون په تړاو هغه اوازې او خپاره شوي ليستونه په مطلق ډول ناسم او درواغ بللي دي.

د ماليې وزارت څخه په رسمي ډول په خپره کړې خبرتيا کې راغلي، چې د تېرو څو ورځو راهيسي په رسنيو او ټولنیزو پاڼو کې، چې د امارتي ادارو د معاشونو د نورم د تغير په تړاو کوم لیستونه او اوازې خپرېږي، په مطلق ډول ناسمې دي.

ماليې وزارت په خبرتيا کې په همدې اوونۍ کې د معاشاتو د اجرا خبر هم ورکړی زياتوي:« دغه وزارت سره له دې، چې دا لیستونه او اوازې ردوي هيوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د امارتي ادارو معاشات به په دې اوونۍ کې د پخوا په څېر اجراء شي».

مربوطه مطالب

Back to top button