کابل تکی کام (چهارشنبه، ۲۹ کب، ۱۴۰۳ل)
د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر رئيس مولوي ذاکر الله ذاکر نن په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش سره د کتنې په ترڅ کې د اسلامي امارت او د اسلامي همکاریوسازمان تر منځ پر همکاریو خبرې شوي.
په دې اړه د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي همکاريو سازمان له افغانستان سره همکارۍ او مرستو ته لېوالتيا لري.
محمد سعید العیاش د اسلامي امارت د ښو اړيکو او همکاریو ستاینه او یادونه کړې او ويلي يې دي چې دا مهال د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې ځينې وړې رغنیزې پروژې تر کار لاندې لري او هڅه کوي چې په لویو بنسټيزو پروژو کې هم ونډه واخلي.
ښاغلي ذاکر الله ذاکر ويلي، چې اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پلوی دی او له اسلامي نړۍ يې غوښتي چې د افغانستان په بنسټيزو، ديني، علمي او فرهنګي پروژو کې ونډه واخلي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې او د یوه جومات د نیمګړو چارو بشپړولو په موخه د دواړو لوریو تر منځ تړون لاس لیک شو، چې پر بنسټ به یې د یادو پروژو چارې د اسلامي همکاریو سازمان لخوا بشپړې شي.















