کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ کب، ۱۴۰۳ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په عربي هېوادونو غږ کړی، چې د فلسطیني ولس د ملاتړ په موخه د ترکیې ملاتړ وکړئ.
ولسمشر اردغان ویلي:که اسلامي نړۍ زما ملاتړ وکړي، نو چمتو یم چې له اسرائیلو څخه د فلسطین غچ واخلم.
ولسمشر اردغان ویلي: د فلسطین غچ اخیستلو لپاره اړتیا ده چې ټول یو موټی او یو غږ شوو.
د ویلو ده، چې ولسمشر اردغان داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې صهیونیستي ريژیم له حماس اسلامي غورځنګ سره اوربند مات کړی، په غزې یې وحشیانه هوایي بریدونه پیل کړي، چې په پایله کې یې د حماس غورځنګ د ۵ تنو مهمو مشرانو په ګډون ۴۶۰ تنه شهیدان او سلګونه نور ټپیان شوي دي.















