د پاکستان ځانګړي استازي او پلاوي د امیرخان متقي سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو، ټرانزيټ او نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ وری، ۱۴۰۴ل)

‏د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان د حکومت ځانګړي استازي محمد صادق خان او مل پلاوي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزير ښاغلي امير خان متقي سره د افغانستان او پاکستان پر دوو اړخیزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي همکاریو، ټرانزيټ او ولسونو تر منځ په تګ راتګ خبرې کړي.

په خبرپاڼه کې د بهرنيو چارو وزارت له قوله ويل شوي، چې په تجارتي برخو کې خنډونه د هيڅ لري په ګټه دي او دغه راز پاکستاني استازي ته يې ورياده کړې چې «افغان مهاجرين دې له هغه هېواد څخه په تدريج سره راستانه کړل شي».

په ناسته کې پاکستاني لوري ژمنه کړې چې د تجارت، ټرانزيټ، ويزو او پاکستان ته تګ راتګ کې به اسانتياوو رامنځته کولو کې عملي اقدامات وشي.

دغه راز دواړو لوریو د مسایلو د حل په موخه د ګډو ناستو او د پلاوو په تګ راتګ ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button