د کانونو او پټرولیم وزارت: د شبرغان- مزار د ګازو انتقال پروژې کارونه وروستي پړاو ته رسېدلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ وری، ۱۴۰۴ل)

‏د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د شبرغان–مزار د ګازو د انتقال پروژې کارونه وروستیو پړاوونو ته رسېدلي دي.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان ویلي، چې دا مهال د پروژې وروستۍ ازموینې روانې دي او د بشپړېدو سره به د بلخ فابریکې او مزار ښار له طبیعي ګازو څخه برخمن شي زياتوي:« د ویلډینګ چارې او د پایپ لاین غځولو کار بشپړ شوی او دا مهال یوازې د زنګ ضد ازموینې پاتې دي. هیله لرو چې د راتلونکي کال په جریان کې پاتې چارې هم بشپړې شي.»

د معلوماتو له مخې، ياده پروژه چې ۹۴.۵ کيلو متره اوږدوالی لري او ۶.۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی، په شپه‌ورځ کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه مکعب متره ګاز لېږد ظرفیت لري.

مربوطه مطالب

Back to top button